چشت شریف، گنبد او آرامګاه سید قطب الدین خواجه مودود چشتی
شیخ الاسلام قطب الدین مودود چشتی د ۴۳۰ هـ.ق کال کې په چشت شریف کې زیږیدلی و. نوموړی د تصوف او عرفان له لویو شخصیتونو څخه و او د خراسان او نورو اسلامي سیمو کې ډیر شهرت درلود. هغه د ځوانۍ پر مهال دیني علوم زده کړل او د خپل ژوند په اوږدو کې یې پراخ سفرونه وکړل.