د ۱۴۰۳ مالي لمریز کال په ترڅ کې د انکشافي پروژو د پلي کولو په لړ کې دا ځل د هرات ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې په اړوند د مختلفو ګذرونو کې د جادو او کوڅو د کانکریت کولو او کانال رغولو پروژې چارې د ددغې ادارې د پرمختیايي بودیجې څخه د ۲۲ ملیون افغانۍ په ارزښت بشپړ شوه.
د مولانا عبدالرحمان جامي ارامګاه
د مولانا عبدالرحمان جامي، چې د تیموري دورې یو مشهور شاعر، عارف او ادیب و، ارامګاه د هرات په شمال لویدیځ کې، د جامي کوڅې په پای کې موقعیت لري. دغه ځای چې "تخت مزار" یا "تخت ارامګاه" په نوم هم مشهور دی، د هرات د مهمو تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه ګڼل کیږي. ارامګاه جامي د نورو عارفانو او بزرګانو لکه مولانا سعدالدین کاشغري او مولانا محمد جامي سره یوځای موقعیت لري او له پخوا څخه د زیارت او درناوي لپاره د خلکو توجه راجلب کړې ده.