په هرات کې د یوې مرغ داري فارم لخوا ورځنی ۵۰ زره هګۍ تولید
په هرات کې د هګیو د تولید یوه فارم په یوازې ځان هره ورځ ۵۰ زره هګۍ تولیدوي.د دې فارم مسئول وایي چې د دې فارم تولید شوي محصولات نه یوازې په هرات کې، بلکه د هېواد نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.
محمود شاه محب، د آسا فارم مسئول، زیاتوي چې دغه فارم د پرمختللو ماشینونو او تجهیزاتو سره سمبال دی او هڅه کوي چې هرات ولایت د هګیو په تولید کې ۱۰۰ فیصده ځان بسیا کړي.د دې فارم مالک بیا له حکومت څخه غواړي چې د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته هګیو واردات بند کړي تر څو د دوی د تولید کچه لوړه شي.د فارم کارکوونکي هم له حکومت او ښاريانو غوښتنه کوي چې د داخلي تولیداتو ملاتړ زیات کړي.دوی وایي چې د داخلي تولیداتو ملاتړ او کارول به د تولید کچه لوړه کړي او د زیات شمېر کارمندانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.په همدې حال کې، د هرات د زراعت او مالدارۍ مسؤلان وایي چې هره ورځ په دې ولایت کې تر یوه میلیونه هګۍ تولیدیږي.فهیم فایض، د هرات د مالدارۍ د ماهي او مرغ داري د څانګې آمر، وایي چې په دې ولایت کې اوس مهال ۶۰ فارمونه فعال دي.د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلان وایي چې هرات د هګیو په تولید کې د ځان بسیا کیدو په لور روان دی.
