» ادبیات » په پکتیا کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې
Img 20241230 Wa0012 780x470
ادبیات - اقتصاد - تاریخی - تجارت - تکنالوژی - خبرونه - گردشگری - ورزش

په پکتیا کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

دسمبر 31, 2024 زمان مطالعه: 2 190486

پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د متحده عربي اماراتو په مالي ملاتړ د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په غوښتنه د ٥ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د ١٥٠ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په جوړو شويو مراسمو کې د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکتر معراج ګل عادل وویل چې یاد روغتون به په ۲۵ جریبه ځمکه کې په معیاري ډول جوړ شي.
روغتون به د عصري طبي وسایلو او ماهرو ډاکترانو درلودونکی وي او د سویل ختیځ زون خلکو ته به پرمختللي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

Img 20241230 Wa0011
نوموړي زیاته کړه چې د دې روغتون جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې په اساسي ډول حل شي.
ورته وخت کې د سرحدي ځواکونو عمومي رییس جنرال مولوي محمد شریف منګل په مراسمو کې وویل چې د سړکونو، روغتونونو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو پوره کول د افغانستان اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه روغتون به نه یوازې د پکتیا لپاره وي، بلکې د سویل ختیځ زون او د هېواد په کچه به ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.
همداراز د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح‌الدین هم په مراسمو کې وویل چې د پکتیا خلکو هغه غوښتنې، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سره یې شریکې کړې وې، په عملي کېدو دي.
هغه زیاته کړه چې د دې روغتون سربېره د مختلفو ولسوالیو لپاره ۱۲ نور کلینیکونه منظور شوي، چې په راتلونکي کال کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
د پکتیا اوسېدونکو د روغتون جوړېدو هرکلی وکړ او وویل، چې پخوا به یې ناروغان د درملنې لپاره کابل یا ګاونډیو هېوادونو ته وړل، خو د دې روغتون په جوړېدو سره به د خلکو ډېرې روغتیايي ستونزې حل شي.
د ولایتي چارواکو په وینا، په پام کې ده چې د راتلونکي کال په اوږدو کې د پکتیا په مختلفو ولسوالیو کې ۱۲ د GH کلینیکونه جوړ شي، ترڅو د خلکو روغتیايي اړتیاوې لا زیاتې پوره شي.

به این نوشته امتیاز بدهید!

Avatar

headmin

هرات باستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • ×
    ورود / عضویت