» تاریخی » هرات؛ د زرد کاروان‌سرای او حاجي عبدالخالق نیازي تیمچه
Pesh Roi
تاریخی - گردشگری

هرات؛ د زرد کاروان‌سرای او حاجي عبدالخالق نیازي تیمچه

جنوري 10, 2025 350407

هرات چې د تاریخي ورېښمو لارې پر مهم مسیر موقعیت لري، له پخوا څخه د سوداګریز او نظامي ارزښت له امله د کاروان‌سرایونو، تیمچه‌ګانو، پله‌ګانو او رباطونو جوړولو ته ځانګړې توجه شوې ده. دا ښار د سوداګریزو کاروانونو د امنیت د تامین لپاره هم مهم ګڼل شوی دی

هرات چې د تاریخي ورېښمو لارې پر مهم مسیر موقعیت لري، له پخوا څخه د سوداګریز او نظامي ارزښت له امله د کاروان‌سرایونو، تیمچه‌ګانو، پله‌ګانو او رباطونو جوړولو ته ځانګړې توجه شوې ده. دا ښار د سوداګریزو کاروانونو د امنیت د تامین لپاره هم مهم ګڼل شوی دی.د هرات کاروان‌سرایونه نه یوازې تاریخي او هنري ارزښت لري، بلکې له ټولنیز اړخه هم ډېر ارزښتناک دي. د هرات یو له زړو او مشهورو کاروان‌سرایونو څخه د فیروزآباد بازار ته نږدې، د زرد کاروان‌سرای دی چې د قندهاري کاروان‌سرای په نوم هم یادېږي.دا کاروان‌سرای د هرات د زاړه ښار یو مهم سوداګریز مرکز و او ځکه قندهاري کاروان‌سرای نومول شوی چې ډېری سوداګر یې له قندهار او اناردرې څخه وو. دا کاروان‌سرای د قندهار بازار په وروستۍ برخه، د قندهار دروازې ته نږدې، د خواجه عبدالله مصري په محله کې موقعیت لري.د دې کاروان‌سرای سرای‌دار وايي، اصلي نوم یې کاروان‌سرای زر و، خو د وخت په تېرېدو زرد ته واوښت. دا کاروان‌سرای له څه باندې ۱۵۰ کلونو مخکې جوړ شوی دی.دا ودانۍ د مغولي هند معماري سبک ته ورته ده، او معماران یې د هندي معمارۍ له اصولو کار اخیستی دی. ځینې کسان باور لري چې د کاروان‌سرای دیوالونو ته د زرد رنګ د کارولو له امله زرد نوم ورکړل شوی دی.د کاروان‌سرای د جوړښت مواد خښتې، آهک او د چتونو لپاره لرګي دي. دا کاروان‌سرای دوه منزله دی او مربع شکل لري، او د وره برخه یې درې پوړه ده. ټولټال یو سل دوکانونه لري. د انګړ فرش یې خښتې وې، خو اوس یې یوازې لږې نښې پاتې دي.د دې کاروان‌سرای یوه بله مهمه برخه د حاجي عبدالخالق نیازي تاریخي تیمچه ده چې په ۱۳۲۰ لمریز کال کې جوړه شوې. دا تیمچه د عطايي تیمچې په نوم هم یادېږي. له بده مرغه، د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر اتمه، د سختو بارانونو او د چارواکو او مالکانو د بې‌پامۍ له امله یې چت ونړېد او ډېر زیانونه یې ولیدل. اوس‌مهال دا تیمچه او کاروان‌سرای دواړه د ترمیم جدي اړتیا لري.د دې کاروان‌سرای یو شمېر دوکانداران وايي چې دا کاروان‌سرای د حاجي عبدالخالق نیازي شخصي ملکیت و. حاجي عبدالخالق نیازي د هرات یو نامتو او شتمن سوداګر و چې د خیرات او نیکو کارونو له امله مشهور و.د «هرات در عهد ملک‌یار» کتاب لیکوال اخی کروخي لیکلي، حاجي عبدالخالق نیازي د افغانستان یو ستر پانګه‌وال و، چې په کابل، قندهار او هرات کې مشهور و. د هر شرکت او موسسې چې د سرمایه‌ګذارۍ اړتیا وه، عبدالخالق‌خان پکې ونډه اخیسته. د هرات د جامع جومات لویدیځ سړک د عبدالله‌خان ملک‌یار د ښاروالۍ په دوره کې د حاجي عبدالخالق نیازي له لوري جوړ شو. هغه د دې سړک ټول لګښتونه ورکړل او د دواړو غاړو دوکانونه یې وپېرل.اوس مهال، نه یوازې د حاجي عبدالخالق نیازي تیمچه، بلکې زرد کاروان‌سرای هم سخت زیانونه لیدلي او ترکونه پکې پیدا شوي دي. که د دې تاریخي ودانیو ترمیم ته پام ونه‌شي، نو هرات به یو بل تاریخي او ارزښتناک اثر له لاسه ورکړي.

لیکوال: حمیدالله کام‌گار

 

به این نوشته امتیاز بدهید!

Avatar

هرات باستان

جدیدترین اخبار حوزه های متنوع تکنولوژی: موبایل، تبلت، لپ تاپ، رباتیک، سخت افزار، شبکه، گجت، امنیت، نجوم و فضانوردی، سیستم های عامل، اپلیکیشن، بازی، خودرو، لوازم خانگی، معماری، عکاسی ، آینده و …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • ×
    ورود / عضویت