» تاریخی » چشت شریف، گنبد او آرامګاه سید قطب الدین خواجه مودود چشتی
Araam Ghah Mududi
تاریخی - گردشگری

چشت شریف، گنبد او آرامګاه سید قطب الدین خواجه مودود چشتی

جنوري 10, 2025 600878

شیخ الاسلام قطب الدین مودود چشتی د ۴۳۰ هـ.ق کال کې په چشت شریف کې زیږیدلی و. نوموړی د تصوف او عرفان له لویو شخصیتونو څخه و او د خراسان او نورو اسلامي سیمو کې ډیر شهرت درلود. هغه د ځوانۍ پر مهال دیني علوم زده کړل او د خپل ژوند په اوږدو کې یې پراخ سفرونه وکړل.

 

شیخ الاسلام قطب الدین مودود چشتی د ۴۳۰ هـ.ق کال کې په چشت شریف کې زیږیدلی و. نوموړی د تصوف او عرفان له لویو شخصیتونو څخه و او د خراسان او نورو اسلامي سیمو کې ډیر شهرت درلود. هغه د ځوانۍ پر مهال دیني علوم زده کړل او د خپل ژوند په اوږدو کې یې پراخ سفرونه وکړل. د هغه آرامګاه په چشت شریف کې د یو مهم تاریخي بنسټ په توګه پیژندل کیږي.د قطب الدین مودود چشتی د آرامګاه ګنبد د چشت شریف له ښکلیو ودانیو څخه ده چې د هنري کاشی کارۍ او ډبرینو کارونو سره جوړه شوې ده. دا بنا د دولسمې هجري پېړۍ کې د احمدقلي خان صارمي لخوا، چې د هغه وخت شاعر و، رغول شوې ده.حضرت قطب الدین مودود چشتی د خپل ژوند په اوږدو کې زرګونه مریدان او خلفا درلودل او ګڼ شمیر علمي او عرفاني اثار یې پریښودل چې ځینې یې د چنګیزي بریدونو پر مهال له منځه تللي دي.په ۱۳۲۲ لمریز کال کې، د دې آرامګاه ګنبد د هرات د وخت والي عبدالله خان ملک یار تر څارنې لاندې د حاجي محمد اسماعیل مهندس او غلام حیدر مهندس لخوا رغول شو. دا آرامګاه اوس د چشتیه خاندان یو له مهمو زیارتونو څخه ګڼل کیږي

لیکوال:  حمیدالله کام‌گار

 

به این نوشته امتیاز بدهید!

Avatar

هرات باستان

جدیدترین اخبار حوزه های متنوع تکنولوژی: موبایل، تبلت، لپ تاپ، رباتیک، سخت افزار، شبکه، گجت، امنیت، نجوم و فضانوردی، سیستم های عامل، اپلیکیشن، بازی، خودرو، لوازم خانگی، معماری، عکاسی ، آینده و …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • ×
    ورود / عضویت