» ادبیات » د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
Kadwall
ادبیات - اقتصاد - تاریخی - تجارت - تکنالوژی - خبرونه - گردشگری - ورزش

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

جنوري 1, 2025 110288

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت استازو په افغانستان کې د یوناما له استازو سره غونډه کړې ده.

یاد وزار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه غونډه کې د وزارت کاري پلانونو شریکولو او د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ پلاوي سره په دې برخه کې د همغږۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د یاد وزارت د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکر الله شاکر په دغه کتنه کې ویلي:«د دې وزارت او مؤسسوو لومړی کار دادی، چې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو ستونزو د حل په موخه په ګډه او همغږۍ کار وکړي».

په خبرپاڼه کې همدرانګه ویل شوي، چې د یوناما استازو هم په دغه غونډه کې د وزارت چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يې دي؛ موږ هڅه کوو، چې د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د راستنېدونکو او بې ځايه شويو سره مرسته وکړو، څو د هغوى ستونزې په همغږۍ او همکارۍ سره هوارې شي.

به این نوشته امتیاز بدهید!

Avatar

headmin

هرات باستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • ×
    ورود / عضویت