د هرات د پنځم تاریخي منار د بیا ټينګښت چارې پيل شوې
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغون پوهنې آمر ابوذر مظفري د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د آغاخان بنسټ په مالي ملاتړ د هرات د پنځم تاریخي منار د ټینګښت چارې پيل شوې دي.
وروستي د کلتور او هنر
هرات کې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمنې شوې تاریخي آبدې بیا رغول کېږي
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد الله متقي په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د دفتر له رئیس اجمل میوندي سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د تاریخي آثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په خبره یې باید موسسې او بنسټونه دې برخه کې همکاري وکړي.
وروستي د کلتور او هنر
هرات ته ۱۰ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى آمر مولوي رحمت الله محمدي باختر آژانس ته وويل چې هره اوونۍ په ډلو ډلو بهرني سيلانيان دغه ولايت ته سفر کوي او د سيلانيانو لپاره ټولې لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.
وروستي د کلتور او هنر
وروستي د اقتصاد او تجارت
په هرات کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په پانګونې سره، د درمل جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه
د درمل جوړولو د دغې فابریکې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د دغې فابریکې په پرانیستلو سره، ۳۵۰ کسانو ته په مستقیم او شاوخوا دوه زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
وروستي د اقتصاد او تجارت
انجیل ښاروالۍ په تېر یوه کال کې ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
د یاد ولایت د انجیل ښاروال مولوي نعمت الله رحیمي د تېر یوه کال راپور په وړاندې کول سره ویلي چې تېر کال یې ۵۴ پروژې پلي کړي او پر مټ یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه.
وروستي د اقتصاد او تجارت
د هرات د پاسپورټ آمريت ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي
د یاد ولایت د پاسپورټ آمر مولوي محمد حسین رحیمي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.
وېډیوګانې
وروستي مطالب
هرات ته ۱۰ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی